د افغان حق حقوقي او مدیریتي خدمتونو شرکت او هېواد پوهنتون ترمنځ د علمي، تحقیقي او حقوقي همکاریو تفاهملیک د روان ١٤٠٥ هجري لمریز کال د ثور په ١٩ نېټه د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې د اړوندو ادارو د مسؤلینو په حضور کې لاسلیک شو.
په دې مراسمو کې د هیواد پوهنتون او افغان حق حقوقي شرکت ترمنځ د علمي، څېړنیزو او مسلکي همکاریو تفاهملیک د هېواد پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځئ رئیس محترم ډاکټر حفیظالله همیار، د ياد پوهنتون رئیس محترم احمد شجاع عالمي او د افغان حق حقوقي شرکت رئیس محترم گلاحمد نعیمي لخوا لاسلیک شو.
افغان حق د حقوقي او مدیریتي خدمتونو شرکت د علم، عدالت او مسلکي خدمتونو د پراختیا لپاره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
🤝 افغان حق د تعهد او تخصص بېلګه!

